د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د ازبکستان د خصوصي او دولتي سکتور له یوه پلاوي سره د سوداګریز ارتباط د ناستې خبر ورکړی دی. د دې ناستې موخه د سوداګرۍ پراختیا او ګډه پانګونه ده.

د ازبکستان د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې مشر ناظم جان خالمرادوف وویل چې افغانستان د پنبې کرلو او ورېښمو تولید لپاره ښه فرصتونه لري. هغه زیاته کړه چې دوی په دې برخه کې تخنیکي او مالي امکانات لري او افغان سوداګر یې ازبکستان ته بللي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ. له پاکستان سره تر وروستیو نښتو وروسته، افغانستان هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې لارې لا پراخې کړي.

#افغانستان #ازبکستان #سوداګري #اقتصاد

🌐

Author