د طالبانو حکومت یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري کوي، ترکمنستان ته تللی دی. په دې سفر کې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور هم ورسره ملګری دی.
دغه پلاوي د ترکمنستان له چارواکو سره د ټاپي ګازو د لیږد پروژې د پرمختګ، د ځمکې استملاک او د صادراتي ګازو د بیې په اړه خبرې کړې دي. دوی همدارنګه د ترکمن ګاز دولتي شرکت او ځینو نورو ترانزیتي تاسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.
د ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ځینو افغان چارواکو نومونه لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
#افغانستان #ترکمنستان #ټاپي #اقتصاد
🌐