سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په کندهار ولایت کې یو پیژندل شوی قومي مشر احمدشاه خان ادوزي وژل شوی دی. دا خونړۍ پیښه تیره شپه د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا رامنځته شوې ده.
راپورونه ښیي چې بریدګر د شپې شاوخوا دولس بجې د هغه کور ته ننوتل او د خوب په حال کې یې پرې ډزې کړي دي. بریدګر له دې وژنې وروسته سمدستي له سیمې څخه تښتیدلي او تر اوسه نه دي نیول شوي.
ښاغلی ادوزي د اڅکزیو له قوم څخه و او د خلکو په منځ کې یې خورا زیات نفوذ درلود. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اونیو کې د قومي مشرانو وژنې ډیرې شوي، خو د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.
#افغانستان #کندهار #امنیت
🌐