د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې په تېرو دوو اونیو کې له سلو زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په دې کې په جبري او داوطلبانه توګه ستانه شوي کسان شامل دي.
د دې سازمان د تازه راپور له مخې، په دې موده کې شاوخوا پنځلس زره کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د ټولو راستنو شویو کسانو شمېر له درې نیم میلیونو څخه اوښتی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. سختې اقتصادي ستونزې، د اسنادو د نوي کولو پر وړاندې خنډونه او اړینو خدمتونو ته نه لاسرسی د دوی لویې ننګونې دي.
#کډوال #افغانستان #ایران #پاکستان
🌐