د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی، که ایران د سولې له تړون سره موافقه ونه کړي، واشنګټن چمتو دی چې نور پوځي بریدونه ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې له تهران څخه د سمو ځوابونو ترلاسه کولو ته په تمه دی.

ترمپ خبریالانو ته وویل چې دا انتظار ښايي څو ورځې وخت ونیسي، خو وضعیت په چټکۍ سره بدلون موندلی شي او امریکایي ځواکونه اقدام ته چمتو دي. د کړکیچونو د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو تر اوسه ډېر لږ پرمختګ کړی دی.

په ورته وخت کې د مسعود پزشکیان په ګډون ایراني چارواکو د زور پر وړاندې له تسلیمېدو خبرداری ورکړی دی. د ایران سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې د امریکا د هر ډول نوي تیري په صورت کې به د جګړې لمن په بې ساري ډول پراخه شي.

#امریکا #ایران #ترمپ #منځنی\_ختیځ

🌐

Author