د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او نړیوال بانک په افغانستان کې د کرنیزو سوداګریو د مالي ملاتړ لپاره یو ګډ پروګرام پیل کړی دی. د دې ګام موخه د تولیداتو زیاتول او په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
په لومړي پړاو کې په هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو کې پنځه کرنیز شرکتونه د دې مرستو د ترلاسه کوونکو په توګه ټاکل شوي دي. له دې جملې څخه درې شرکتونه د افغان سوداګرو مېرمنو لخوا اداره کیږي، چې په اقتصاد کې د دوی مهم رول ښیي.
دا مرستې به د غوړیو د تصفيې د لیکو، د شیدو د لمریزو مرکزونو او د زعفرانو د پروسس لپاره ولګول شي. د دې سازمان استازي ریچارډ ټرنچارډ ټینګار وکړ چې د دوی موخه د افغان بزګرانو او د پلور بازارونو ترمنځ د لا قوي اړیکو رامنځته کول دي.
#کرنه #اقتصاد #افغانستان #ملګري\_ملتونه
🌐