د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې هغه بهرني وګړي چې په موقت ډول په امریکا کې دي باید د دایمي استوګنې یا ګرین کارت د ترلاسه کولو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي. دا تګلاره د کډوالۍ په سیسټم کې د قانوني تشو د مخنیوي په موخه پلي کیږي.

د ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي هغه لارې وتړي چې کډوالو ته اجازه ورکوي د دایمي استوګنې د انتظار پر مهال په امریکا کې پاتې شي. د نوي لارښود له مخې کډوال باید د امریکا له ننوتلو مخکې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کډوالۍ ویزه ترلاسه کړي.

د امریکا د کډوالۍ او تابعیت ادارې رییس ټینګار کړی چې بهرنیان باید د کډوالۍ ویزه په خپلو هېوادونو کې د مناسبو لارو څخه تعقیب کړي. په امریکا کې د وضعیت بدلول یوازې په ځانګړو او استثنايي شرایطو کې شوني دي.

#امریکا #کډوالي #ګرین\_کارت

🌐

Author