د ایران دفاع شورا خبرداری ورکړی چې د دوی پر سویلي سواحلو یا ټاپوګانو د هر ډول برید په صورت کې به د فارس خلیج لارې وتړي. دې شورا ویلي چې دوی به د اوبو د لارو بندولو لپاره له سمندري ماینونو څخه کار واخلي.
دا غبرګون د هغو راپورونو وروسته ښودل شوی چې وايي امریکا د خارک ټاپو د نیولو یا کلابند کولو پلانونه څیړي. د خارک ټاپو د ایران د تیلو د صادراتو اصلي مرکز دی او واشنګټن غواړي په دې کار سره پر تهران فشار راوړي.
ایران ټینګار کړی چې د شخړې په صورت کې به ټول فارس خلیج د هرمز تنګي په څیر وضعیت ولري. په بیان کې ویل شوي چې غیر دښمن هیوادونه به یوازې د ایران سره په همغږۍ د تیریدو اجازه ولري. #ایران #امریکا #خلیج #جنګ