په بریتانیا کې د چتم‌هاوس سلطنتي څېړنیز بنسټ د ۲۰۲۶ کال کلنۍ جایزه د جنسیتي ځپلو پر وړاندې د مېړانې او مقاومت له امله د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړه.

دغه جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم‌هاوس بنسټ مشرې، تریزا مې، له لوري په لندن کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ ګول‌ساتونکې او د افغان ښځو استازې الهې صفدري ته وسپارل شوه.

چتم‌هاوس څرګنده کړې چې دغه جایزه د سیستماتیک تبعیض پر وړاندې د افغان ښځو د نه تسلېدونکي مقاومت او د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه د دفاع په موخه هغوی ته ورکړل شوې ده.

واک ته د طالبانو حکومت تر بیا راستنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو، پوهنتونونو، کار او ټولنیز ژوند څخه په بې‌ساري ډول بې‌برخې شوې دي.

دغه بنسټ ویلي چې د پراخو بندیزونو سره سره، افغان مېرمنو په هېواد کې دننه او بهر لاریونونه کړي، پټ ټولګي یې چلولي، د بشري حقونو سرغړونې یې مستندې کړې او پرله‌پسې شبکې یې جوړې کړې دي.

د چتم‌هاوس په وینا، د افغان ښځو دې دوامدارې مبارزې مرسته کړې چې د دوی حالت د نړۍوالې ټولنې د پام په محراق کې پاتې شي.

د چتم‌هاوس جایزه هر کال د دغه انسټیټیوټ د غړو په رایه اچونه هغو بنسټونو یا اشخاصو ته ورکول کېږي چې په نړۍوالو مسایلو او انساني چارو کې اغېزناک رول ولوبوي.

سرچینه: چتم‌هاوس

🌐

Author