د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اعلان کړی چې په لغمان ولایت کې د سختو سیلابونو راوتلو له امله پنځه کسان مړه شوي دي.
دغه سیلابونه چې د مې په دوه ویشتمه نیټه راووتل، د کرنیزو ځمکو، کورونو او ترانسپورتي لارو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت تایید کړې چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته طبیعي پیښو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
#سیلابونه #افغانستان #لغمان #طبیعي\_پیښې
🌐