د کاناډا فدرالي حکومت هوکړه کړې چې یو خپلواک پلاوی جوړ کړي ترڅو په افغانستان کې د خپلو پخوانیو سرتېرو پوځي ویاړونه او مډالونه بیا وڅېړي. په دې څېړنه کې به د کاناډا ترټولو لوړ پوځي زړورتیا نښان هم شامل وي.

دا پرېکړه د پخوانیو سرتېرو له څو کلنو هڅو وروسته نیول شوې چې د جس لاروشل د قضیې د بیا کتنې غوښتنه یې کوله. دغه سرتېري په دوه زره شپږم میلادي کال کې په کندهار کې د طالبانو یو لوی برید په یوازې ځان شاته تمبولی و.

کاناډا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شل کلن حضور په ترڅ کې شاوخوا څلوېښت زره سرتېري درلودل. په دې موده کې تر سلو ډېر کاناډایي سرتېري ووژل شول او سلګونه نور په جګړو او چاودنو کې ټپیان شول.

#کاناډا #افغانستان #سرتېري #پوځي\_مډال

🌐

Author