د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ ویلي چې که له تهران سره روانې خبرې اترې ناکامې شي واشنګټن چمتو دی چې پر ایران بریدونه بیا پیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې د امریکا پوځي وړتیاوې خورا لوړې دي.
هیګسټ په سینګاپور کې د شانګري لا په غونډه کې وویل چې په ټوله نړۍ کې د امریکا د وسلو زېرمې د دې کار لپاره خورا مناسبې دي او دوی په ډېر ښه موقعیت کې دي. هغه زیاته کړه چې امریکا کولای شي په ورته وخت کې څو کارونه وکړي.
د هغه په وینا ډونالډ ټرمپ صبر کوونکی دی او د یوې داسې لویې هوکړې په لټه کې دی چې ډاډ ترلاسه کړي ایران اټومي وسلو ته نه رسېږي. ټرمپ به ډېر ژر د ایران د جګړې د پای ته رسولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
#امریکا #ایران #جګړه #منځنی\_ختیځ
🌐