له ۸۰ څخه زیاتو افغان او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو د یوه پرانیستي لیک په خپرولو سره په بروکسل کې یوې ناستې ته د طالبانو د حکومت د استازو پر بللو سخته نیوکه کړې ده. دې بنسټونو ټینګار کړی چې دا ډله د خلکو ریښتینې استازې نه ده.

دې سازمانونو خبرداری ورکړی چې په اروپا کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره هر ډول رسمي تعامل د دوی د په رسمیت پېژندلو په مانا کېدای شي. دوی همدارنګه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اروپایي هېوادونو پر سیاستونو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

دغو بنسټونو له اروپایي ټولنې غوښتي چې د کابل له اوسنیو واکمنانو سره له سیاسي تعامل څخه ډډه وکړي. په ورته وخت کې، د اروپا کمیسیون د افغان چارواکو بلنه تایید کړې، چې دې کار د اروپا پارلمان د یو شمېر غړو تند غبرګونونه هم پارولي دي.

#اروپايي\_ټولنه #بشري\_حقونه #افغانستان

🌐

Author