د جنسیتي آپارټایډ د پای ته رسولو کمپاین اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون اووه هېوادونو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي ترڅو جنسیتي آپارټایډ د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تړون کې شامل کړي.
یو شمېر هېوادونو په دې برخه کې د افغان ښځو رول خورا مهم بللی دی. د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو لګول شوي سخت محدودیتونه د جنسیتي آپارټایډ ښکاره بېلګه ده.
دغه کمپاین له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا وضعیت په رسمیت وپېژني او د پای ته رسولو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي. د طالبانو د حکومت دغه پرېکړې تل د بشري حقونو د بنسټونو له کلکو نیوکو سره مخ شوې دي.
#بشري\_حقونه #افغانستان #ښځې #ملګري\_ملتونه
🌐