د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د ډنمارک په کابینه کې د سمیرا نوا ټاکل کېدل د ښځو د برابر ګډون نښه بللې ده. هغه وویل چې ټولنې د ښځو له پراخې رهبرۍ څخه تل ګټه پورته کوي.

سمیرا نوا چې د افغان کډوالو له کورنۍ څخه ده، د ډنمارک په نوي حکومت کې د اقلیم او انرژۍ د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. دا اته دېرش کلنه سیاستواله له کلونو راهیسې د ډنمارک د پارلمان فعاله غړې ده.

مېرمن نوا په وروستیو ټاکنو کې د خپل ګوند د نوماندانو ترمنځ تر ټولو ډېرې رایې ګټلې وې. دا ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې ډنمارک هڅه کوي د پاکې انرژۍ په برخه کې خپل نړیوال ځایګی خوندي وساتي.

#ښځې #کډوال #سمیرا\_نوا #ډنمارک

🌐

Author