د ډله ییز امنیت تړون سازمان چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې روان وضعیت لاهم په سیمه کې د امنیتي ګواښونو یوه لویه سرچینه ده. دا موضوع د روسیې په مشرۍ د دې سازمان د دفاع وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وڅېړل شوه.

د دې سازمان عمومي منشي ټینګار وکړ چې په اوراسیا کې پوځي او سیاسي وضعیت پېچلی شوی او خطرونه مخ په زیاتېدو دي. هغه د اوکراین جګړې او منځني ختیځ کړکېچ ترڅنګ، افغانستان د بې ثباتۍ او د تندلارو ډلو د فعالیت یو مهم لامل وباله.

په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د ګواښونو پر وړاندې د لا زیاتې همغږۍ په اړتیا ټینګار وشو. همدارنګه تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې د پوځي همکاریو، د ځواکونو د روزنې او د ګډ هوایي دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم سندونه تصویب شول.

#امنیت #افغانستان #روسیه

🌐

Author