سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو حکومت د هرات ولایت په شیعه مېشتو سیمو کې د غدیر اختر د مذهبي مراسمو او لمانځنو مخه نیولې ده. د دې حکومت کسانو له خلکو غوښتي چې د دې ورځې په تړاو له هر ډول غونډو ډډه وکړي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت غړو ځایی اوسېدونکو ته ویلي چې د دې ورځې لمانځل په اسلام کې ځای نه لري. دغې مداخلې لامل شو چې د شیعه ګانو ډیری پلان شوي مذهبي پروګرامونه لغوه شي او ترسره نه شي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تر دې وړاندې شیعه مذهبي شخصیتونو د محدودیتونو او تبعیض له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه. نړیوالو بنسټونو تل په افغانستان کې د مذهبي آزادیو او د اقلیتونو د حقونو پر رعایتولو ټینګار کړی دی.
#بشری\_حقونه #هرات #افغانستان
🌐