د ناروې د کډوالو شورا په خپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې افغانستان په دوه زره او پنځه ویشتم کال کې د نړۍ په کچه د بې ځایه کېدو پنځم هېر شوی بحران دی. دا ارزونه د رسنیو د پاملرنې او د بشري مرستو د کچې پر بنسټ شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې بشري وضعیت لاهم مخ په خرابېدو دی. میلیونونه افغانان له بې وزلۍ، طبیعي پېښو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو له جبري راستنېدو سره مخ دي، په داسې حال کې چې نړیوالې مرستې ډېرې کمې شوې دي.
دې بنسټ خبرداری ورکړی چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه او د بودیجې کمښت د میلیونونو خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند په خطر کې اچولی دی. نړیواله ټولنه باید د دې بشري بحران ریښو ته د رسیدو او له کډوالو څخه د ملاتړ لپاره دوامداره پاملرنه وکړي.
#کډوالي #بشري\_بحران #افغانستان
🌐