د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په قرغزستان کې د خپل تاجکستاني سیال رمضان رحیم زاده سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي. دا لیدنه د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دې غونډه کې له افغانستان څخه د راپورته کیدونکو امنیتي ننګونو او د نشه یي توکو د تولید په اړه خبرې شوې دي. د دوی په وینا اوس مهال شاوخوا پنځه ویشت ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.
خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړې او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. د طالبانو چارواکي وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسله ده او باید پخپله یې حل کړي.
#افغانستان #پاکستان #امنیت
🌐