په جوزجان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو د جوزجان او مزارشریف پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو خبر ورکړی دی. د دغو پېښو په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په وینا دا پېښې په آقچه او فیض آباد ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. لومړۍ پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله وه او دویمه پېښه د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د جوزجان ولایت د پولیسو ویاند تایید کړې چې د دغو دوو پېښو ټول ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سړکونو د خرابوالي او د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ترافیکي پېښو زیاتوالی پر یوې جدي اندېښنې بدل شوی دی.

#جوزجان #ترافیکي\_پېښه #افغانستان

🌐

Author