په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د ښځو د جامو په اړه نوی امر صادر کړی دی. د دې لارښوونې پر بنسټ د کورنیو له نارینه وو غوښتل شوي چې د هغو ښځو د وتلو مخه ونیسي چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی حجاب نه مراعاتوي.

په دې خبرتیا کې خبرداری ورکړل شوی که چېرې ښځې له لمونځي څادر پرته په ښکاره مخ او یا تنګو جامو کې په عامه ځایونو کې ولیدل شي نو نیول کېږي به. ټاکل شوې چې د طالبانو محتسبین دا ښځې ونیسي او په مستقیم ډول یې په دغه ولایت کې د ښځو ځانګړو زندانونو ته ولېږدوي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د هرات په ښار کې د ښځو د پوښښ د څېړلو لپاره ګڼې پلټنې پوستې جوړې کړې وې. دې ډلې واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او انفرادي آزادیو پر وړاندې سلګونه محدودونکي فرمانونه صادر کړي دي.

#افغان\_ښځې #هرات #د\_ښځو\_حقونه

🌐

Author