په ملګرو ملتونو کې د کاناډا دایمي استازولۍ اعلان کړی چې په نیویارک کې یې د افغانستان د سیاسي او بشري حقونو د وضعیت د څېړلو لپاره یوه غونډه جوړه کړې ده. په دې مهمه غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو ګډون کړی وو.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې د سختو سیاسي اقتصادي او بشري شرایطو او همدارنګه د بشري حقونو د اندېښمنونکي وضعیت په اړه پراخې ارزونې شوې دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم په دې ځانګړې ناسته کې ګډون او وینا کړې ده.

کاناډا تر دې وړاندې هم د بشري حقونو د فعالانو او افغان اتباعو په شتون کې ورته ناستې جوړې کړې وې ترڅو د دې هېواد کړکېچ ته د نړیوالو پام راواړوي. دغه هېواد تل ټینګار کړی چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په ملاتړ کې به په کلکه ولاړ وي.

#بشري\_حقونه #افغانستان #کاناډا #ملګري\_ملتونه

🌐

Author