په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام اعلان کړی چې د هرمز تنګي دپاسه یې د ایران څلور بریدګرې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. سنټکام په یوه بیان کې تایید کړه چې دا بې پیلوټه الوتکې په سیمه کې د سمندري تګ راتګ لپاره یو سمدستي ګواښ ګڼل کېدې.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې چې د نورو احتمالي بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره یې په ګوروک او قشم ټاپو کې د ایران ساحلي څارنې رادار سایټونه هم په نښه کړي دي. د ایران سپاه پاسداران په سیرک سیمه او قشم ټاپو باندې د امریکایي ځواکونو بریدونه په رسمي توګه تایید کړي دي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د دې اقدام په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي اډې په توغندیو ویشتلې دي. تر اوسه د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې پر خپلو اډو د ایراني توغندیو د لګېدو په اړه څه نه دي ویلي.
#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ #هرمز\_تنګی
🌐