د ناټو عمومي منشي مارک روته اعلان کړی چې د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو میاشتني تلفات په بې سارې توګه زیات شوي دي. هغه تایید کړه چې دا شمیرې حتی د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د شوروي پوځ د ټولو تلفاتو څخه هم زیاتې دي.
د وړاندې شویو احصایو پر بنسټ، روسیه هره میاشت د جګړې په ډګرونو کې شاوخوا دیرش زره پوځیان له لاسه ورکوي. د ناټو عمومي منشي دا شمیرې خورا د پام وړ وبللې او ویې ویل چې روسي سرتیري له مرګونو خطرونو سره مخ دي.
په افغانستان کې د شوروي جګړې نږدې لس کاله دوام وکړ او یوه له تر ټولو اوږدو پوځي شخړو څخه وه. اوس د اوکراین جګړې هم پر مسکو ډیر زیات اقتصادي او پوځي فشارونه راوړي دي.
#روسیه #اوکراین #افغانستان #ناټو
🌐