ایراني دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د دې هیواد رهبر د دوه زره څخه د زیاتو بندیانو د بخښنې یا سزا کمولو سره موافقه کړې ده. دا پریکړه به په راتلونکو ورځو کې د ډیری ځایي بندیانو د خوشې کیدو لامل شي.

خو د بشري حقونو بنسټونه وايي چې حمیرا شریفي چې یوه افغانه ده، له دې بخښنې څخه بې برخې پاتې شوې ده. دا افغان ښځه تیر کال په ایران کې د لاریونونو پر مهال نیول شوې وه او په پنځه کاله بند محکومه شوې ده.

راپورونه ښیي چې دا افغان بندي د اوین په زندان کې له کافي روغتیایي او رواني خدمتونو څخه بې برخې ده. نړیوالو سازمانونو تل د ایران په زندانونو کې د افغان وګړو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

#ایران #افغان #حقوق #بندي

🌐

Author