بریتانیا خبرداری ورکړی چې اقلیمي ټکانونه هر کال افغانستان په زیاتیدونکې توګه تر اغیزې لاندې راولي. دې هیواد اعلان کړی چې د سیمه ییزو پروګرامونو له لارې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانانو له مقاومت سره مرسته کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم اعلان کړی چې په دې هیواد کې چاپیریالي ننګونې مخ په زیاتیدو دي. د دې بنسټ په وینا، وچکالي او د اوبو کمښت د کلیوالو ټولنو لپاره تر ټولو لوی چاپیریالي ګواښونه دي.
دې بحرانونو د کرنیزو محصولاتو د لمنځه تلو، جبري کډوالۍ او د خلکو ترمنځ د بې وزلۍ د زیاتیدو لامل شوي دي. افغانستان د خطرناکو اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ یو له تر ټولو زیان منونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.
#افغانستان #اقلیم #چاپیریال #وچکالي
🌐