روزیتا مرتضی، یو دیرش کلنه افغان ډاکتره چې د وروستیو بدلونونو له امله یې خپل هیواد پریښی، وايي چې په هالنډ کې پیچلې بیوروکراسۍ د هغې د کار مخه نیولې ده. هغې مخکې په یوه پوځي روغتون کې کار کاوه خو د امنیتي اندیښنو له امله اروپا ته کډواله شوه.

روزیتا چې اوس له خپلې کورنۍ سره په هالنډ کې ژوند کوي، لا هم د ډاکترې په توګه د فعالیت اجازه نه لري. هغې ټول اړین اسناد سپارلي او د ژبې ازموینه یې هم په بریالیتوب سره تیره کړې ده، خو د ظرفیت د کمښت له امله لا هم د عملي ازموینو په تمه ده.

دا ځوانه افغان ډاکتره اوس په رضاکارانه ډول کار زده کړه کوي ترڅو د هالنډ د روغتیايي سیسټم سره ډیره اشنا شي. هغه وايي چې د دې ټولو ستونزو او ځنډونو سره سره، هیڅکله به د ډاکترۍ د دوام لپاره له خپل خوب څخه لاس وانخلي او هڅه به وکړي.

#کډوالي #افغانستان #هالنډ #ډاکتره

🌐

Author