د طالبانو د حکومت ویاند اعلان کړی چې په کونړ خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې دیارلس تنه وژل شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې په وژل شویو کې یوولس ماشومان یوه ښځه او یو بوډا شامل دي او څوارلس نور ټپیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې په چین کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې بې پایلې وې او سرحدي نښتې لا هم روانې دي.

#پاکستان #افغانستان #هوایی\_بریدونه

🌐

Author