د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې په هرات ولایت کې یې لسګونه ښځې نیولي او تښتولي دي.

دې جبهې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت ځواکونه د دې ښځو د خوشې کولو لپاره د هغوی له کورنیو څخه نغدې پیسې او تضمینونه غواړي.

د دې اعلامیې له مخې دا اقدامات له ټولنې څخه د ښځو د ایستلو لپاره د ځپونکو سیاستونو یوه برخه ده چې د پراخو ولسي اعتراضونو او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

#هرات #ښځې #افغانستان #طالبان

🌐

Author