د پاکستان د حکومت چارواکو د دې هیواد په خاوره کې د داعش پر پټنځایونو د طالبانو د حکومت د هوایي برید په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړل. اسلام اباد دا مطرح شوې ادعاوې په بشپړه توګه بې بنسټه بللې او د طالبانو روایت یې دروغ بللی دی.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یې د داعش مهم مرکزونه په نښه کړي دي. دوی ادعا وکړه چې د دې هوایي بریدونو پر مهال د دې ترهګرې ډلې کلیدي مشران وژل شوي خو پاکستان دا موضوع نه تاییدوي.
له بلې خوا پاکستان اعلان کړی چې یوه بې پیلوټه الوتکه یې ویجاړه کړې چې د افغانستان له لوري د دوی هوایي حریم ته ننوتې وه. د دواړو خواوو ترمنځ لفظي او سرحدي کړکېچونه په تیرو څو میاشتو کې د اندیښنې وړ کچې ته لوړ شوي دي.
#سیمه\_ییزې\_پیښې #افغانستان #پاکستان
🌐