د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې افغانستان په نړۍ کې د بې ځایه کیدو له ترټولو لوی بحران سره مخ دی. دا حالت د وچکالۍ او غربت له امله نور هم سخت شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم اندیښنه ښودلې چې په میلیونونو افغان کډوال له بیلا بیلو هیوادونو څخه ایستل کیږي. د دوی په وینا، کډوال په کوربه هیوادونو کې له خپل سري نیولو او له کورنیو څخه د جلا کیدو سره مخامخ دي.

دغه بنسټونه زیاتوي چې کډوال هیواد ته له جبري راستنیدو وروسته د بشري حقونو له نقض او سختو بشري بحرانونو سره مخ کیږي. دا ورځ د کډوالو د حقونو څخه د ملاتړ او پوهاوي لوړولو لپاره لمانځل کیږي.

🌐 #افغانستان #کډوال #ملګري\_ملتونه

Author