رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره لومړني پلانونه ښایي د سپاه پاسداران د پیاوړتیا لامل شي. دې پوځي ځواک د بندیزونو په سیوري کې یوه لویه سوداګریزه امپراتوري جوړه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، د بندیزونو لیرې کول او د میلیاردونو ډالرو خلاصول کولی شي سپاه پاسداران د دې تړون ترټولو لوی ګټه اخیستونکی جوړ کړي. دا ځواک د تیلو، ساختماني او اړیکو په ګډون په بیلا بیلو برخو کې پراخ فعالیت لري.

باخبره سرچینې وایي چې د سپاه پاسداران اقتصادي تسلط د دې تړون د بشپړ پلي کیدو په وړاندې یو لوی خنډ کیدی شي. د تروریستي سازمانونو په لیست کې د دې ډلې شتون د ایران د اقتصاد خلاصولو هڅې پیچلې کوي.

🌐 #ایران #امریکا #بندیزونه

Author