د امریکا د فوټبال ملي لوبډلې په یوه حساسه لوبه کې اسټرالیا ته د دوه په وړاندې صفر ماتې ورکړه. دې لوبډلې په خپله دویمه پرله پسې بریا سره د فوټبال نړیوال جام حذف پړاو ته لاره پیدا کړه.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه شوه چې د امریکا د ملي لوبډلې ستوری کریستین پولیسیچ د ټپي کیدو له امله په دې لوبه کې له ګډون څخه محروم و. هغه چې یو کلیدي لوبغاړی دی د پښې د ستونزې له امله لوبه له لاسه ورکړه.

امریکایانو په دې سیالیو کې ښه ځلیدلي او د نولس سوه او دیرشم کال راهیسې یې د لومړي ځل لپاره دوه پرله پسې بریاوې ترلاسه کړې دي. دوی د شپږو ګولونو په وهلو سره په نړیوال جام کې خپل یو غوره ریکارډ ثبت کړی دی.

🌐 #ورزش #فوتبال #امریکا

Author