د افغانستان او قزاقستان ترمنځ لویه سوداګریزه او اقتصادي مجمع په کابل کې د طالبانو حکومت د لوړ پوړو چارواکو او قزاقستاني پلاوي په شتون کې پرانیستل شوه. د دې ترڅنګ د دواړو هیوادونو د صنعتي محصولاتو یو نندارتون هم جوړ شوی دی.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې ناسته کې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د پام وړ زیات شوی دی. هغه له بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د کانونو او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.
د قزاقستان چارواکو هم په افغانستان کې ثبات د سیمې د اقتصاد لپاره خورا مهم وباله. په دودیزو بندرونو کې د ټرانزیټي ستونزو په پام کې نیولو سره، د منځنۍ اسیا هیوادونو د افغانستان د اقتصاد لپاره ستراتیژیک اهمیت موندلی دی.
#اقتصاد #افغانستان #قزاقستان #نړیواله\_سوداګري
🌐