د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ویلي چې بروکسل ته د طالبانو د حکومت د استازو بلنه افغانانو ته لوی سپکاوی دی. هغه ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د شړلو په اړه له دوی سره خبرې کول په ځانګړې توګه د ښځو لپاره یو د نه منلو وړ کار دی.

ښاغلي بینیټ د بشري حقونو د عالي کمیشنر د خبرو په ملاتړ له اروپايي هېوادونو څخه د کډوالو په زوره ایستل وغندل. هغه وویل چې د کډوالو قوانینو ته درناوی اړین دی او هېڅ افغان باید په کور دننه ناامنو او خطرناکو شرایطو ته بېرته ونه لېږل شي.

دا غبرګونونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې اروپایي ټولنې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوي قوانین تصویب کړي دي. د طالبانو د حکومت او اروپايي چارواکو ترمنځ پلان شوې ناستې د بشري حقونو د بنسټونو سخته اندېښنه راپارولې ده.

#کډوال #بشري\_حقونه #افغانان

🌐

Author