د امریکا متحده ایالتونو پر ایران خپل یو شمېر بندیزونه د شپیته ورځو لپاره ځنډولي دي. دا ګام د دواړو لورو ترمنځ د سولې د لومړني تړون په چوکاټ کې د خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته پورته شوی دی.

امریکایي چارواکو په سویس کې ترسره شوې خبرې اترې د وروستۍ هوکړې لپاره یو ښه بنسټ بللی دی. خو تهران ټینګار کوي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه یې هیڅ خبرې نه دي کړي او اټومي پلټونکي به ایران ته راستانه نشي.

د دې لومړنۍ هوکړې له مخې، په سیمه کې د شخړو د کمولو او له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو کښتیو د خوندي تېرېدو لپاره یوه کړنلاره په پام کې نیول شوې ده. د امریکا د مالیې وزارت د زمري میاشتې تر یودېرشمې نېټې پورې د ایران د نفتو د خرڅلاو لپاره ځینې معافیتونه صادر کړي دي.

#ایران #امریکا #بندیزونه

🌐

Author