په تېر حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار عصمت الله مجددي په ترکیه کې له پنځه کلن ژوند وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو. نوموړی له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته راستون شوی دی.

ښاغلی مجددي چې د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي زوی دی، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې هېواد پریښی و. هغه هېواد ته د بېرته راستنېدو د زمینې له برابرېدو څخه خوښي څرګنده کړې ده.

د طالبانو حکومت دا کمیسیون د پخوانیو چارواکو د هڅولو لپاره جوړ کړی ترڅو بېرته هېواد ته راستانه شي. خو ملګرو ملتونو په وار وار د عمومي بخښنې سره سره د پخوانیو کارمندانو د نیولو او ځورولو راپورونه ورکړي دي.

🌐 #افغانستان #کابل #خبرونه

Author