د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د مالګې کان د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ. د دې تړون ارزښت څه باندې پنځه میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

دا کان تر نهه کیلومتره مربع ډېر مساحت لري او تړون یې د پنځلسو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی. قراردادي شرکت ژمنه کړې چې په سیمه ییزو پرمختیایي پروژو کې پانګونه وکړي او لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د کانونو په استخراج سره خپل عواید زیات کړي. خو په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهانو تل د کانونو د تړونونو په ورکولو کې د روڼتیا پر نشتوالي اندېښنه ښودلې ده.

#افغانستان #اقتصاد #کانونه

🌐

Author