د کډوالو چارو وزارت وویل چی څه باندی یو سلو څلویښت افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شول. دا کسان د قانوني اوسیدو اسنادو د نشتوالی له امله د پولیسو لخوا نیول شوی وو.
په دی ازاد شویو کسانو کی ګڼ شمیر کورنی او ماشومان هم شامل وو. د کډوالو ډیره برخه د تورخم او یو شمیر نور د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شول.
پاکستان په وروستیو کی د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړی ده. نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چی راستانه شوی کسان له جدي ننګونو او د سرپناه له کمښت سره مخامخ دی.
#کډوال #پاکستان #افغانستان
🌐