سیمه ییزې سرچینې وايي چې د کابل پوهنتون په انګړ کې د یوې چاودنې له امله اته محصلین ټپیان شوي دي. دا پېښه تېر ماښام د دې پوهنتون د خوړنځي او لیلیې تر منځ لاره کې رامنځته شوې ده.

شاهدان زیاتوي چې دا چاودنه د یوه لاسي بم غورځولو له امله وه او ټپیان د درملنې لپاره علي اباد روغتون ته لېږدول شوي دي. د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او د اندېښنې وړ نه دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي. همدارنګه هېڅ کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او په سیمه کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

#افغانستان #کابل #کابل\_پوهنتون #امنیت

🌐

Author