نوي شمېرې ښيي چې روان کال په افغانستان کې له سلو ډېرو کسانو په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا مرګونې پېښې تر ډېره له کابل څخه هرات او جلال آباد ته پر غځېدلو لارو او بدخشان ولایت کې رامنځته شوې دي.
افغان ښاریان د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو له حده زیات سرعت د دې پېښو اصلي لاملونه بولي. په اوږدو لارو کې د ترافیکي نښو نشتوالی او د سړکونو تنګوالی هغه نورې لویې ستونزې چې خلک ورته اشاره کوي.
د دې ناوړه پېښو له بې سارې زیاتوالي سره سره د طالبانو حکومت تر اوسه د تلفاتو کمولو لپاره کوم روښانه پروګرام نه دی وړاندې کړی. د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي هم وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي په ډېر سرعت سفر وکړي.
#افغانستان #ترافیکي\_پېښې #لویه\_لار
🌐