سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې یوه ښځه او یو ځوان په جلا جلا پېښو کې د کونړ په سیند کې ډوب شوي او له بده مرغه خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. دا خواشینوونکې پېښې د یکشنبې په مازدیګر رامنځته شوې دي.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې وژل شوې ښځه د طالبانو حکومت د یوه غړي مېرمن وه چې د کونړ ولایت په مرکز کې ډوبه شوې او مړی یې لا نه دی موندل شوی. د غازي اباد په ولسوالۍ کې په یوه بله پېښه کې یو ځوان ډوب شو چې مړی یې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
په افغانستان کې د تودوخې د شدت په زیاتېدو سره په سیندونو او د اوبو په بندونو کې د ډوبېدو له امله د مړینې کچه ډېره لوړه شوې ده. له پېښو سره د مبارزې ادارې راپور ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې لسګونه افغانان په اوبو کې ډوب شوي دي.
#افغانستان #کونړ\_ولایت #طبیعي\_پېښه #ډوبېدل
🌐