په ملګرو ملتونو کی د افغانستان دایمی نمایندګی د نصیر فایق په مشرۍ د یوناما د نوی مشرې په توګه د رباب فاطمې د ټاکل کیدو په اړه غبرګون ښودلی دی.
دی نمایندګی ټینګار کړی دی چی هغه په یو ډیر برخلیک ټاکونکی وخت کی د دی ماموریت مشری په غاړه اخلی او باید د خلکو پر اړتیاوو تمرکز وکړی.
د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخی دا اداره اوس دنده لری چی په افغانستان کی په خپلو لومړیتوبونو او ماموریت کی ستراتیژیکه بیاکتنه ترسره کړی.
#افغانستان #یوناما #ملګری\_ملتونه
🌐