د ملګرو ملتونو چارواکی وایی چی د طالبانو حکومت غوره ګڼی چی په څو اړخیزو غونډو کی د ګډون پر ځای له بیلا بیلو هیوادونو سره دوه اړخیز تعاملات ولری.
په کابل کی د یوناما مرستیالی جورجټ ګانیان اعلان وکړ چی دی هیواد ته د بشری حقونو د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ د سفر د جواز ترلاسه کولو لپاره پرله پسی غوښتنی شوی دی.
هغی زیاته کړی ده چی د طالبانو د حکومت مشر له هیڅ بهرنی چارواکی سره نه ګوری خو د نړیوالی ټولنی مهم پیغامونه په منظمه توګه هغه ته رسول کیږی.
#افغانستان #طالبان #یوناما
🌐