د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو له نیمايي څخه ډیر بنسټونه د تړل کیدو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه وضعیت د بودیجې د کمښت او د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله رامنځته شوی دی.
د یوې سروې له مخې، د بودیجې نشتوالی لامل شوی چې دا بنسټونه ونه شي کولای افغان ښځو ته حیاتي خدمات لکه روغتیایی پاملرنه، رواني مشوره او بشري مرستې وړاندې کړي. ډیرو بنسټونو خپل کارمندان کم کړي دي.
د دې بنسټونو تړل کیدل به د زرګونو ښځو او نجونو ژوند نور هم ستونزمن کړي. په داسې حال کې چې ښځې له کار او زده کړو بې برخې دي، دا ادارې د هغوی لپاره یوازینۍ هیله ده.
#افغان\_ښځې #بشري\_حقونه #افغانستان
🌐