د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د پاکستان هوایي بریدونو د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته کړې ده. دې بنسټ له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي چې د بې ګناه خلکو د ژوند ژغورلو لپاره هڅې وکړي.

د راپورونو له مخې، په ختیځو ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو وروستیو بریدونو لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. پاکستان ادعا کوي چې د دې عملیاتو هدف وسله وال مخالفین وو.

خو د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي چې په دې بریدونو کې د ملکیانو وژل کیدل د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید بې پرې پلټنې یې وشي.

#بشري\_حقونه #پاکستان #افغانستان

🌐

Author