د طالبانو حکومت چارواکو د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په حسن اباد سیمه کې د بیروج کان د استخراج لړۍ په رسمي ډول پیل کړه. دا ګام په دې ولایت کې د کاني سیمو له سروې او تثبیت وروسته اخیستل شوی او لسګونه کسان پکې په کار بوخت دي.
په کاپیسا کې د طالبانو حکومت د کانونو رییس اعلان کړی چې په دې ولسوالۍ کې د بیروج ۳۲ کاني سیمې پیژندل شوي دي. اوس مهال په ۱۸ سیمو کې عملي کار پیل شوی او شاوخوا ۲۵۰ کارګران په مستقیم ډول استخدام شوي دي.
په افغانستان باندې د طالبانو حکومت له بیا واکمنیدو وروسته د کانونو استخراج د دوی د عاید په یوې اصلي سرچینې بدل شوی دی. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چاپیریال ساتنې پرته غیر معیاري استخراج به د هیواد راتلونکي لپاره ناوړه پایلې ولري.
#افغانستان #کانونه #اقتصاد
🌐