د طالبانو حکومت تر مدیریت لاندې له پیښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې افغانستان ته د تودوخې د یوې غیر معمولي او سختې څپې د ننوتلو خبر ورکړی دی. دا څپه به په راتلونکو ورځو کې بلخ، جوزجان، فراه او نیمروز ولایتونه په کلکه اغیزمن کړي.

د هوا پیژندنې د وړاندوینو له مخې په دې ولایتونو کې به د تودوخې درجه په بې ساري ډول له ۴۵ سانتي ګراد درجو څخه لوړه شي. تمه کیږي چې دا غیر معمولي وضعیت به د جمعې په ورځ پیل شي او د راتلونکې اونۍ تر نیمایي پورې به دوام وکړي.

په داسې حال کې چې د هیواد شمالي او لویدیځې برخې له سختې ګرمۍ سره مخ دي ختیځې او سویل ختیځې سیمې به د بارانونو شاهدې وي. چارواکو خبرداری ورکړی چې په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شتون لري.

#افغانستان #چاپیریال #تودوخه

🌐

Author