د هرات ولایت اوسېدونکي وایي چې په دې ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په بې سارې توګه ټیټه شوې ده. د کرنې لپاره د اوبو زیاته کارونه د دې ستونزې اصلي لامل بلل کیږي.
ځایی خلک شکایت کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ډیر ستونزمن شوی او ژورې څاګانې وچې شوي دي. دا بحران د دوبي په ګرمو ورځو کې د خلکو ژوند لا پسې سخت کړی دی.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اوبو بحران او وچکالي دوه برابره شوې ده. د دې وضعیت دوام کولی شي د خلکو لپاره لوی چاپیریالي او بشري ناورین رامینځته کړي.
#هرات #اوبه #چاپیریال #افغانستان
🌐