سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي چې د کندهار په ولایت کې د پخواني حکومت د پولیسو یو قوماندان د وسله والو تر برید لاندې راغلی دی. دا پېښه د شیرسرخ بابا په سیمه کې شوې او هغه سخت ټپي دی.
نامعلومو مخ پټو وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو، پر دې پخواني پوځي ډزې وکړې. هغه په څلورو مرمیو لګیدلی او سمدستي د درملنې لپاره ځایی روغتون ته لیږدول شوی دی.
دغه قوماندان د نظام له بدلون وروسته د یوه عادي وګړي په توګه ژوند کاوه. په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
#کندهار #افغانستان #امنیت #پولیس
🌐